اسلام آباد۔17دسمبر (اے پي پي ) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئېلي دي د مرکزي بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې کمي كولو سره به معیشت ته وده تر لاسه شي، هې??اد كښې د سرمايه كارۍ زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي، د معیشت پرمختګ په اړه جامع پروګرام به زر پېل كړو ۔ د نهې په ورځ د وفاقي کابینې غونډې ته خطاب کښې وزیراعظم محمد شهباز شریف د مسلم لیګ (ن) زوړ کارکن صدیق الفاروق خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل هغه د مسلم لیګ (ن) او نواز شریف پخوانے ملګرے ؤ۔ وزیراعظم د کابینې په غونډه كښې ?? صدیق الفاروق بخښنې لپاره دعا وكړه ۔ وزیراعظم کرک كښې د پولیو مخ نيوي لپاره په كار كونكې ډله بريد خفګانې وګرځولو په كوم كښې چې يو د پولیو اهلکار شهید او يو د پولیو ورکر ژوبل شوے۔ وزیراعظم ووئېل پاکستان او د افغانستان نه سوا د نړۍ د هر هې??اد نه د پولیو وائرس ختم شوے ، د پولیو خاتمې لپاره خنډان راپیدا ک??ل افسوسناک دي ۔ وزیراعظم د پولیومخ نيوي لپاره كار كوونكو ډلو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ غونډه كښې د شهید پولیو اهلکار بخښنې لپاره هم لاس نيوه وكړې شوه ۔ غونډه كښې په یونان كښې د کشتۍ ??یښ?? كښې د ډوبو شوو پاکستانیانو لپاره هم دعا وكړې شوه ۔ وزیراعظم دا ??یښ?? خفګاني ګرځولو سره ووئېل په 2023ء كښې هم داسې يوه بدمرغه ??یښ?? رامخې ته شوې وه چې پكښې 260 كسان ډوب شوي ووچې پكښې زياتره پاکستانیان وو۔ وزیراعظم ووئېل انساني سمګلنګ يو سنجیدہ چیلنج دے ، حکومت د انساني سمګلنګ مخ نيوي لپاره ??هم?? او همه ګیر پرېكړې كړې وې ۔ وزیراعظم ووئېل هغه به زر د اړوندو وزيرانو او سیکرټریز غونډه راغواړي چې په دې اړه په پرېكړو د عملدرآمد جاج واغستلے شي او تګلاره وضع کړې شي۔ وزیراعظم د سټیټ بینک د اړخه پالیسي ریټ كښې نور 2 فیصد کمے خوش آئند وګرځولو ٬ ده ووئېل پالیسي ریټ د 22 فیصد نه 13 فیصد ته راغلے كوم چې کاروبار، صنعت، كر كېلې، برآمد کوونكو او سرمایه کارو لپاره خوش آئند دے، دې سره به زمونږ پیداواري صلاحیت زيات شي او سرمایه کاري به وده ومومي او زمونږ معیشت به مستحکم شي ۔ وزیراعظم د 2018ء نه بس د ګرانۍ په کمه كچه د ﷲ تعالیٰ شکر ادا کولو سره ووئېل اوس زمونږ لپاره دا مناسب وخت دے چې معیشت مضبوط کړو ، په دې لړ كښې زموڼږ تیاريانې مکمل شوي د كومو اعلان به چې زر وكړو