اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د بجلۍ صارفین لپاره د بجلۍ بيعه كمولو او سباؤن كښې د بجلۍ پیداواري منصوبو په اړه په تګلاره عملدرآمد د تندولو سپارښتنې سره وئيلي دي پاکستان د شمسي توان پراخه استعداد لري ،سباؤن كښې په كم لګښت ?? بجلۍ منصوبو ته دې پام لرنه وكړې ش??۔د وزیراعظم آفس پرېس ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ هېواد كښې د سباؤن لپاره د بجلۍ پیداواری منصوبو، د بجلۍ ادارو او په خاص توګه د ترسیلی نظام جاج اخستو غو??ډې په مهال خبرو اترو كښې وكړه۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل د بجلۍ پیداواري منصوبو لپاره دې ځائې وسائلو ته پام لرنه وكړې ش??۔په دې موقع وزیراعظم په هېواد كښې د روانو پن بجلۍ منصوبو پ??ش رفت څخه خبر كړے شو ۔وزیراعظم ووئيل د پن بجلۍ منصوبې د کم لګښت ??جلۍ داسې ذرائعې دي چې ورسره صارف ته ماحول دوست او آرزانه بجلۍ وركړې كيدې ش??۔ده ووئيل د بجلۍ موجوده استعداد دې هم د شمسي توان ته منتقل کړې ش??،په ټوله نړۍ كښې ماحول دوسته د کم لګښت ??مسي توان څخه بجلۍ پیدا کیږي۔ده ووئيل پاکستان په دې ??حا?? سره خوش قسمته هېواد دے چرته چې د شمسي توان پراخه استعداد شته۔ وزیراعظم د زيات ایندھن څخه د كمې بجلۍ پيدا كوونكو غیر موثره بجلی ګھرو ختمولو پ??ش رفت څخه هم خبر كړے شو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف ووئيل زيات ایندھن څخه كمه بجلۍ پیدا کوونكي پخوانۍ بجلی ګھري دې په سمدستي توګه بندې كړې ش??۔ده سپارښتنه وكړه چې داسې ټول افسران كوم چې د بجلۍ په څانګه كښې اصلاحات كښې خنډان دراولاړولو هڅي كوي،د هغوي په ضد دې کارروآئي وكړې ش??۔وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د بجلۍ پیداواري لګښت په ??حا?? سره د كم لګښت ??جلۍ انتخاب او ترسیل لپاره دې د جدید ټيکنالوجی نظام نفاذ زر تر زره باوري كړې ش??۔دې څخه وړاندې د غو??ډې په مهال وزیراعظم په هېواد كښې د سباؤن لپاره د بجلۍ پیداواري منصوبو، بجلۍ څانګې او په خاص توګه ترسیلی نظام په اړه خبر كړے شو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د بجلۍ څانګي اصلاحات لپاره ټول اقدامات په ټاكلې ش??ې موده كښې د بشپړولو سپارښتنه وكړه۔په غو??ډه كښې وفاقي وزيرانو احد خان چیمه، سردار اوېس احمد خان لغاری، ډاکټر مصدق ملك، وزیر مملکت علی پرویز ملك او اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔