اسلام آباد۔24اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف وئيلي دي د پوليو ختمولو نړيوالې ورځ په موقع مونږ د پوليو مخنيوي په اړه د اولسي شعور بېدارولو او د دې رنځ بشپړه خاتمې له د خپل عزم پخلي كولو له يو يوو۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې په 24 اكتوبر د پوليو ختمولو نړيوالې ورځ په موقع وزيراعظم په خپل پېغ??م كښې ووئيل پوليو يو داسې رنځ دے كوم چې د نړۍ د لكھونو په شمېر كوچنيان اغېزمند ك??ې دي، پاكستان د پوليو ختمولو په مشن كښې نړيواله ورورولۍ سره ولاړ دے۔ ده ووئيل زمونږ حكومت پاكستان پوليو څخه پاك هېواد جوړولو له كوټلې هڅې كوي دغسې چې دلته يو كوچنے هم دې رنځ سره مخ پاتې نه شي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د هېلتھ ورکرز، ډبلیو اېچ او، یونېسېف او بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن په څير همكارانو زياتې ستړې كولو سره د پوليو كېسونو كمولو كښې مهم پېشرفت كړے٬ بياهم د امنيتي اندېښنو ٬ د پوليو وېكسين په اړه ناسم ??عل??مات او لرې سيمو ته د رسېدو په څير مسئلې پېښې دي ٬ د دې ټولو ستونزو باوجود زمونږ هېلتھ وركرانو هر يو كوچني ته د پوليو وېكسين وركولو كار په مړانه سره روان ساتلے دے۔ وزیراعظم ووئيل د پوليو مخنيوي لپاره سيمه ايزه مرسته زياته مهمه ده ، د پولې پورې غا??ه څخه د پوليو خپرېدو مخنيوي له به پاكستان او افغانستان له په ګډه كار كول وي۔ وزیراعظم والدېنو ته غږ وكړو چې هغوي خپلو كوچنيانو ته پوليو څخه د بچ كولو څاڅكې وركړي او کمیونټی ليډرز دې هم د پوليو د ختمولو پېغام ع??م كړي۔ وزیراعظم ووئيل د پاكستان پوليو فري هېواد جوړولو عزم لرؤ٬ د خپلو وګړو او همكارانو په مرسته به كه پاك پروردګار ته منظور وي مونږ دا مقصد ترلاسه كړؤ