اسلام آباد۔6 اګست(اے پی پی) قامي اسمبلۍ د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء منظوری وركړې چې له مخې به يۍ د ټاكلې آئيني مودې څخه وروستو كوم هم غړے په يو ګ??ند كښې له شا??لېدو وروستو بل ګ??ند كښې شا??لېدے نه شي٬ كوم ګ??ند چې مخصوص چوكو لپاره خپل ترجيحي فه??ست جمع نه كړي هغه به د مخصوص چوكو جوګھ نه وي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټي ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے شي۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د پارليماني چارو قائمه كمېټۍ چيئرمېن رانا ارادت شريف خان د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء په اړه د كمېټۍ رپورټ ايوان ته وړاندې كړو۔ بلال اظهر کیانی تحريك وړاندې كړو چې د ټاكنو (دويم ترميمي) بل 2024ء باندې غور كولو لپاره دې اړوندې قاعدې معطل كړې شي٬ ايوان څخه د تحريك منظورېدو وروستو بلال اظهر کیانی تحریک وړاندې كړو چې په ياد شوي بل دې د قائمه كمېټۍ په رپورټ كړي صورت سمدستي غور وكړے شي۔ په دې مهال د سني اتحاد كونسل غړو صاحبزادہ صبغت اللہ او علی محمد خان په بل كښې بدلون??نه وړاندې كړل د كومو چې د قانون او پارليماني چارو وفاقي وزير مخالفت وكړو۔ اعظم نذیر تارړ ووئيل د آئين د آرټيكل 51 او 106 لاندې داسې ګ??ند كوم چې دې پلېټ فارم څخه په ټاكنو كښې برخه اخستې نه وي هغې ته مخصوص چوكۍ وركړې كېدې نه شي۔ بلال اظهر کیانی ووئيل كوم بدلون??نه چې راوړلې شوي هغه وړاندې څخه په آئين كښې درج دي٬ ريټرنګ آفيسر سره د پارټۍ ټكټ نه جمع كونكے كانديد به آزاد ګنړلے شي٬ دويم بدلون دا دے چې تر ټاكلې مودې كوم ګ??ند مخصوص چوكو لپاره خپل ترجيحي فه??ست جمع نه كړي هغه به د مخصوص چوكو جوګه نه وي۔ دې سره سره درېم بدلون دا دے چې يو وارې كوم آزاد غړے د ټاكلے كېدو څخه وروستو په كوم ګ??ند كښې شموليت اختيار كړي نو هغه به بيا كوم بل ګ??ند كښې شا??لېدے نه شي۔ دا شق??نه په آئين او قانون كښې موجود دي۔ بلال اظهر کیانی تحريك وړاندې كړو چې دا ټاكنو (دويم بدلون) بل 2024ء دې منظور كړے شي۔ دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔