اسلام آباد 26جون(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي مونږ له د متبادل توان ذريعو په خاص توګه شمسي توان رامخې ته كولو پلو د پام لرنې ضرورت دے٬ تهركول د هېواد تر نورو سيمو رسولو لپاره د رېلوے لائن په اړه دې ټول ضروري اقدامات وكړے شي ٬ وزيراعظم ته وئېلي شوي چې په اليكټرك بائيكس٬ګاډو او په بجلغ چلېدونكو كورنو څيزونو په اړه په پالېسۍ كار روان دے٬په ځايې كچه د ت??ل او ګاز په پېداوار كښې د اضافې لپاره تګلاره جوړ??لې شي۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د پېټروليم ډويژن چارو په اړه مهمه غونډه د شورو په ورځ په اسلام آباد كښې وشوه۔په غونډه كښې ګډون كوونكو سره وزيراعظم ووئيل مونږ له د متبادل توان ذريعو په خاص توګه شمسي توان خپرولو پلو د پام لرنې كولو ضرورت دے۔ده ووئيل تهركول د پاكستان د توان ضروريات په اړه ډېره د اهميت وړ منصوبه ده ۔ده د تهركول ګيسي فکیشن په اړه د حكمت عملۍ جوړولو هدايت وكړو ۔ده هدايت وكړو چې تهركول د هېواد تر نورو سيمو رسولو لپاره د رېلوے لائن په اړه دې ټول ضروري اقدامات وكړے شي۔غونډې ته د پیټروليم او ګاز څانګو په اړه په پېشرفت او تجاويز بريفنګ وركړے شو ٬په متبادل توان اډانه مصنوعات ودې د لارې د ماحولياتي بدلونونو مضراثرات باندې قابو موندلو لپاره اقدامات ك??لې شي٬ټائيټ ګيس پیداوار كښې د اضافې په اړه به ??ائ??ه جوړ??لې شي۔غونډه خبر كړی شوه چې د ت??ل او ګاز پائپ لائنز څخه د غلا مخ نيوي لپاره به سمارټ ميټرز لګ??لې شي۔غونډې ته وركړې شوي بريفنګ كښې ووئېل شول چې په اليكټرك بائيكس٬ګاډو او په بجلۍ چلېدونكي كورنو مصنوعات په اړه په پالېسۍ كار روان دے۔پېټروليم سيكرټري به د ډي ريګوليټ په اړه پ?? تجاويز كار كوي۔د پیټرول او ګاز لټون عمل به په بشپړه توګه ډيجيټائز ك??لې شي۔د پېټروليم او ګاز په څانګه كښې مسابقت باوري كولو لپاره ګامونه پورته ك??لې شي۔په ځايې كچه د ت??ل او ګاز په پېداوار كښې د اضافې لپاره حكمت عملي جوړېږي ۔دغسې د بائيو فيولز ودې لپاره به هم اقدامات ك??لې شي۔په غونډه كښې د پېټروليم وفاقي وزير مصدق ملك٬وفاقي وزير اويس احمد خان لغاري٬د وزيراعظم كوآرډينېټر رانا احسان افضل او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون كولو۔