بيجنګ 07 جون (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاکستان په اقتصادي پرمختګ ??ښې د سي پېك په مهم كردار رڼا اچولو سره وئيلي دي د سي پېك دوېم پړاو له مخې به تل پاتې پرمختګ٬ خاص اقتصادي زونز٬ صنعتونو٬ آئي ټي٬ كان كني او معدنيات، زراعت او د متبادل توان په څانګو ??ښې مرستې ته پام لرنه كولې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د چين نيشنل پيپلز کانګرېس د قائمه كمېټۍ چيئرمېن ژاؤ ليجي سره ملاقات كړے۔ په دې موقع وزيراعظم د چيئرمېن ژاؤ ليجي د چين سياست او معاشرې لپاره خدمات ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره د نېشنل پيپلز كانګرېس د كلنې غونډې په كاميابه تابيا دوي له مباركي وركړه۔ وزيراعظم ووئيل کميونسټ پارټي آف چائنا (سي پي سي) او نېشنل پيپلز کانګريس (اېن پي سي) ??ښې په مهمه عهده په ژاؤ ليجي د چين د قيادت او اولس په دوي د اعتماد څرګندونه ده۔ ده ووئيل چين سره قوي اړيكې د پاكستان د خارجه پاليسۍ بنياد دے٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه ځانګړې ??و خاص اړيكې په ستراتېژك باور٬ مشتركه نظريات او عملي مرسته آډانه دي٬ د پاکستان په اقتصادي پرمختګ ??ښې د سي پېك په مهم كردار رڼا اچولو سره وزيراعظم ووئيل د سي پېك د دوېم پړاو له مخې به تل پاتې پرمختګ٬ خاص اقتصادي زونز٬ صنعتونو٬ آئي ټي٬ كان كني او معدنيات، زراعت او د متبادل توان په څانګو ??ښې مرستې ته پام لرنه كولې شي۔په دې موقع چيئرمين ژاؤ ليجي ووئيل د صدر شي جن پنګ د لارې ښودنې له مخې چين پاکستان سره تل پاتي شراكتداري د لا مستحكمولو لپاره عزم لري٬ دغسې په دې مهال دواړو ډلو د يو بل د بنيادي مفادات د ملاتړ پخلے وكړو٬ دوي د اعليٰ كچ په تبادلو ??ښې د مثبت رفتار ذكر وكړو او د دواړٶ هېوادونو ترمېنځه د ژورې دوستۍ لا قوي او مستحكمولو لپاره ئې د دې رفتار برقرار ساتلو په ضرورت ??ور رواړو۔ دغسې دواړو مشرانو د نېشنل پيپلز کانګريس او د پاکستان پارلمان ترمېنځه روابط او د مرستې ودې ته اتفاق وكړو ۔ وزيراعظم د پارلماني تبادلو مضبوطولو لپاره يو شمېر اقدامات تجويز كړل چې پ??ښې د چين پاکستان فرينډشپ ګروپس ترمېنځه رابطې زياتول او د ځوانانو پارلماني پلاويو تبادله شامله ده۔ ۔ چيئرمين ژاؤ ليجي وزيراعظم ته د 26-2025 مودې لپاره د پاكستان د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د غېر مستقل غړي په ټاكلے كېدو مباركي وركړه٬ دواړو مشرانو اتفاق وكړو چې دې سره به دواړو هېوادونو ل?? امن لپاره په ګډه كار كولو ته د ودې وركولو موقع ترلاسه شي۔