اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د قامي پرمختګ عظيمو هلو ځلو كښې زمونږ د مېړنو خواري كښو كليدي كردار د اهميت وړ دے٬ پاكستان په ھغه ټولو ځالانده اصولو عمل كوي چې پكښې مزدورانو ته د حقونو وركړه او تحفظ د رياست آئين وركوي?? د ??ېنېټ سېكرټرېټ له م??ې د خواري كښو نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د مئي وړومبۍ نيټه د خواري كښو د حقونو د تحفظ علامت په توګه لمانځلې كېږې?? د ??ېنېټ چيئرمېن ووئيل د هنر مند او غېر هنر منده م??دورانو د لږې نه لږه م??اوضه كښې ??ضا??ې سره د دوي مسئلې كمېدې شي، حکومت د خوږ هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره نه يواځې په كورنۍ كچه د كار كوٶنكو خواري كښو بلكې بهر هېوادونو كښې د دوي د مسئلو حل او خېرښګړې لپاره يو شمېر ګامونه پورته كوي?? د ??ېنېټ چيئرمېن ووئېل دا ورځ مزدورانو سره د يوالې ورځ ده٬ دا ورځ مونږ ته د ھغه موقعو تسليمولو او دوي ته د پېرزوئنې وړاندې ??ول?? موقع راكوي كومې چې خواري كښو د خپلو هېوادونو پرمختګ٬ سوكالۍ او خېرښګړې لپاره تر سره كړې٬ د موجودہ حا??ات?? په تناظر كښې دې ورځ لا اهميت اختيار كړے ٬ د پاكستان فعاله افرادي قوت زمونږ د پرمختګ اصل رفتار دے٬ ده ووئېل د حكومت تند٬ جامع او تل پاتې هدفونه يواځې زمونږ د محنتي او عزم لرونكي افرادي قوت په سبب سر كېدې شي۔ په دې موقع دوهم چيئرمېن سيدال خان خپل پېغام كښې ووئيل د مئي وړومبۍ نيټه يوه مهمه ورځ ده او خوراي كښو ته د دوي د اوږدو او سختو هلو ځلو اعزاز لپاره د مئي وړومبې نيټه “د يوم مزدور” په توګه لمانځلې كېږي۔ ده ووئيل حكومت د خواري كښو د حقونو تحفظ باوري ??ول?? عزم لري۔