اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي پاكستان د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي٬ د تېرو څلورو لسيزو راهسې هېواد ستونزو سره مخ دے٬ د بې دركه كسانو معامله دومره آسانه نه ده٬ دا يو شمېر اړخونه لري٬ د دې مسئلې قانوني حل سره سره به د ټولو شراكتدارو سره په ګډه د دې سياسي حل هم راويستل وي، د پ??کستان آئين او قانون وګړو ته چې كوم سهولتونه وركوي د ھغې نه هېڅ سرغړونه نه ده ځكه چې دا د دوي حق دے٬ د بې دركه كسانو په اړه د ماضي حكومت كار كړ?? او يوه پارلماني كمېټي ئې جوړه كړ??٬ د ترهګرۍ ښكار شوو شهيدانو كورنۍ هم تحفظات لري٬ د بې دركه كسانو نزدې اته زره كېسونه حل شوي٬ د بې دركه كسانو د مسئلې حل كښې د حكومت په سنجيدګۍ كښې هېڅ كمې نه دې راغلے٬ په سوشل ميډيا٬ بحث٬ په بيړه كولو او عدالتي احكامات سره شپه په شپه دا مسئله نشي حل كېدې٬ په دې اوس هم ډېر كار كولو ته ضرورت دے٫ ټولو شراكتدارو سره په مشاورت به دا مسئله هم حل كړ?? شي۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ د نهې په ورځ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ سره په خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې د بې دركه كسانو په اړه ووئيل دا مسئله د ډېرې مودې راهسې په سياسي٬ قانوني او عسكري حلقه جات كښې يوه حساس مسئله ګڼلې كېږي او په دې خبرې او تنقيد كېږي او په دې غږ هم پورته كېږي۔ ده ووئيل د هېواد په قانون او آئيني نظ??م كښې چې بنيادي حقونو ته كوم تحفظ ترلاسه دے ٬ د شك نه غېر حكومت د خپلو ذمه وارو بشپړ احساس لري۔ ده ووئيل كه مونږ په دې مسئله خبره كوٶ نو دا هم په ذهن كښې ساتل پكار دي چې د بده مرغه د تېرو څلورو لسيزو راهسې پاكستان جنګ ځپلې منطقه كښې د فرنټ لائن كردار لوبولے٬ زمونږ جغرافيائي صورتحال هم داسې دے او زمونږ ګاٶنډي هېوادونو سره په تېرو څلورو پنځو لسيزو كښې چې كومې معاملې راغلي د هغې په سبب هم د پ??كستان كورنۍ مسئلې زي??تې شوي۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پ??كستان وسله والو ځواكونو او اولس بلها قربانۍ وركړي۔ تاسو ته به ياد وي چې د بې دركه كسانو په اړه وړومبے ګام د پ??كستان پيپلز پارټۍ په دور كښې په كال 2011 كښې پورته كړ?? شوے ؤ او بيا سپريم كورټ د ازخود نوټس اختيار له مخې نوټس واغست او كمېشن ئې جوړ كړو٬ د هغې نه وروستو بيا كمېشن خپل كار پېل كړو او د ھغه وخت نه تر اوسه نزدې لس زره او د 200 نه زي??ت كېسونه كمېشن ته وړاندې شول چې پكښې اته زره نزدې كېسونه حل طلب وٶ او حل شوي خو اوس هم د ځنډېدونكو كېسونو شرح 23 فيصد ته نزدې ده۔ اعظم نذير تارړ ووئيل زمونږ په تېر اتحادي حكومت كښې د كابينې پرېكړې تر مخه يوه كمېټي جوړه شوه چې پكښې د پي ډي اېم ټولو اتحادي ګوندونو ته نمائندګي وركړې شوې وه او زه د دغې كمېټۍ كنوينئر ووم٬ په غړو كښې رانا ثنا اللہ خان ،شازيه مري، د اېم کيو اېم ، جے يو آئي، د بلوڅو سياسي ګوندونو هم نمائندګي وه٬ د بي اېن پي آغا خان او د باپ پارټۍ ترين په كمېټۍ كښې شامل وو۔ ده ووئيل اوس د وزيراعظم شهباز شريف په امر بيا په دې كار پېل كېږي او وزيراعظم كمېټي جوړوي چې پكښې به پارلماني مشران نمائندګي لري۔ ده ووئيل د حكومتي ادارو مداخلت سم دلاسه مسترد كېدے نشي خو د دې به مشاهده كول وي چې تر نننه كوم كوټلے شهادت راغلے۔ ده ووئيل تر كومې چې ما د رپورټ مشاهده كړ?? نو د ادارو د مداخلت امكان په نفي كښې ٶ۔ وفاقي وزير پوښتنه وكړه چې آيا رپورټس سل فيصده درست وي؟۔ ده ووئيل كه يو كس په يو کريمينل جرم كښې ملوث وي نو بايد ھغه د قانون له مخې پراسکيوټ شي۔ وفاقي وزير ووئيل دا مسئله ډېره پيچلې ده۔ وفاقي وزير ووئيل د ملګرو ملتونو په يوه غونډه كښې مې ګډون كړ?? ؤ خو ما دا ضروري وګڼله چې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د بې دركه كسانو په مسئله نن ميډيا سره خبره كوي نو د ھغه د پ??ېس كنفرنس نه وړاندې په ابتدائيه كښې تاسو د تفصيلات نه خبر كړم ځكه چې ما د كمېټۍ د كنونيئر په توګه كار كړ?? او كمېټي خپل كار بيا پېل كوي۔