اسلام آباد۔7جنوری (اے پی پی) په پاکستان کښې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو په خوندي ډول خپلو هېوادونو ته د ستنېدو لړۍ روانه ده۔ د اتوار په ورځ رېډيو پاکستان خپل رپورټ كښې وئيلي چې په تېرو 24 ساعتونو ک??ې 693 كسان په خوندي توګه بېرته ولېږلې شول چې ورسره د بېرته لېږلو شويو مجموعي شمېره 460,881 ??ه رسېدلې ده۔ د نېشنل اېکشن پلان اېپكس كمېټۍ د اكتوبر په 3 مه نېټه په يوه غونډه كښې په پاكستان كښې په غېر قانوني توګه پاتې كېدونكو بهرنيانو لپاره وروستۍ نېټه 31 اكتوبر ټاكلې وه په كومه كښې چې هغوي ته په رضاكارانه توګه د بېرته تللو اختيار وركړے شوے وو۔ د پاكستان حكومت په پولو د کډوالو د ستنولو عمل اسانولو ک??ې فعال رول لوبولے دے۔ د دې پرله پسې هڅو مقصد د هغو کسانو په اسانه او خوندي توګه ستنول باوري كول دي كوم چې دلته د كومې قانوني دستاوېز نه غېر پاتې كېدل۔