ډیرہ اسماعیل خان ۔13دسمبر (اے پی پی)نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ وئېلې دي د پاکستان رياست د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ ګټلے دے ، عل??اء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي ، د تر??ه ګرو د بريدونو به لا په سختۍ سره ځواب وركوو ، تر??ه ګر چې كومه ه?? حربه استعمال کړي کامیاب به نشي ۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ډیرہ اسماعیل خان په تر??ه ګرۍ بريد كښې د ژوبل شوو كسانو د عیادت نه پس وكړه۔ ده ووئېل د هېواد د تحفظ لپاره د ژوبل شوو ځوانانو حوصلې لوړې دي ، زه هغوي له حوصله وركولو لپاره ر??غلے ووم ٬ خو دغه ځوانانو ما له حوصله ر??كړې او دا ځوانان د ژوبل كېدو باوجود د دښمن د مقابلې كولو عزم لري ۔ ده ووئېل بريد كوونكو له خبردارے وركوم چې هغوي دا دنګ بېللے دے، د پاکستان رياست دا جنګ ګټلے دے، هغوي بېللے او مونږ ګټلے شوے جنګ كوو۔ ده ووئېل د خپلې خاورې حفاظت کوونكې شهيدان او ژوبل شوي به د ﷲ په وړاندې غوره وي ، په دې ګټلې شوي جنګ كښې چې چا قربانۍ وركړي هغوي به کامران او جنت كښې په ر??حت كښې وي او خوارج به په دنیا او آخرت كښې رسوا كېږي ، دغه د دوزخ د لاندې درجې خلق دي۔ وزیراعظم ووئېل عل??اء حق د ریاست او امن سره ولاړ دي، تر??ه ګر مونږ د مرګ څخه يرولے نشي ، د تر??ه ګرۍ په ضد جنګ كښې په زرګونو پاکستانیانو د خپلو ځانونو قربانۍ وركړي او مونږ د نورو قربانیو لپاره ه?? چمتو ولاړ يو۔ ده ووئېل تر??ه ګر چې كومه ه?? حربه استعمال کړي کامیاب به نشي۔ په دې موقع ده د تر??ه ګرۍ بريد كښې د ژوبل شوو عیادت هم وكړو