اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ د قواعدو ، ضابطو ا?? استحقاق كمېټۍ غو??ډه د نهې په ورځ د سینیټر محمد طاهر بزنجو په مشرۍ كښې پارلیمنټ هاؤس كښې شوې۔ کمېټۍ د سینیټر سردار محمد شفیق ترین د اړخه په وړاندې كړي د استحقاق په تحريك غور وكړو د كوم له مخې چې پاکستان سټینډرډز اینډ کوالټی کنټرول اتھارټی كښې د بھرتو عمل كښې بې ضاب??ګۍ په ګوته شوې۔ کمېټۍ د سائنس او ټیکنالوجی وزارت سیکرټری د نش??والي سخت نوټس واخست چا چې د تيري غونډي سپارښتنې له مخې انکوائری رپورټ وړاندې نه كړو۔ کمېټۍ د خفګان څرګندونې سره معامله وزیراعظم آفس ته د لېږلو پريكړه وكړه۔دې نه ځانله سینیټرز پروفیسر ډاکټر مهر تاج روغاني، روبینه خالد، ډاکټر زرقا سهروردي تیمور او ډاکټر محمد همایون مومند د اړخه نیو نیوز چینل لخوا د جعلي خبرونو نش?? كولو معامله د محرك غير موجودګۍ په وجه وځنډوله۔په غو??ډه كښې سینیټرز سید علی ظفر،د كورنيو چارو نګران وزیر سرفراز احمد بګټي ، سردار محمد شفیق ترین، میاں رضا رباني او ساجد میر دغسې د اړوندو محكمو نورو اعلیٰ افسرانو ګډون كولو