اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ امريکا ته په خپله پنځه ورځنۍ دوره روان شو، هغ?? به په نيويارک کښې د ملګرو مل??ونو د عمومي اسمبلۍ 78مې غونډې ته وېنا کوي۔ د وزيراعظم د دفتر ميډيا څانګې لخوا د جاري شوي بيان له مخې نګران وزيراعظم به په نيويارك كښې د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې ګډون او نړيوالو مشرانو سره مل??قاتونه كوي۔ دې به په امريكا كښې د موسمي بدلون په اړه په يو مهم کنفرنس کښې هم ګډون کوي۔ انورالحق کاکړ به په دې دوره كښې د نړیوالو رسنیو له استازو سره مل??قات او د امریکا له نوموړي تھنك ټېنكس دوره هم كوي۔