اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) پاکستان په تورخم کښې د پاک-افغان پ??لې د تړل كېدو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت بيان د حیرانتیا وړ بللې او ویلي یې دي چې افغان عبوري چارواكي د پاك افغان پ??لې په عارضي توګه د تړل كېدو سبب څخه ښه خبر دي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د ګل په ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې پاكستان په خپله خاوره د افغانستان د عبوري حكومت لخوا د كومې هم ودانۍ جوړول قبل??لې نه شي ??لې چې دا د پاكستان د حاكميت خلاف ورزي ده۔ وياندې ووئيل چې كله د ستمبر په 6 مه نېټه افغان عسكر د دې ډول غېر قانوني ودانيو جوړولو څخه منع كړې شول نو هغوي د سولييز حل لټولو په ځايې ناترسه ډزې پېل كړې٬ پاكستانۍ پوځي پوستې يۍ په نښه كړې ٬ د طورخم پ??لې ټرمينل بنيادي ودانۍ ته يۍ زيان ورسولو او د پاكستان او افغان وګړو ژوند يۍ خطر سره مخ كړو۔ وياندې ووئيل چې پاكستان په پوليزو پوستو دا ډول ناتاره ډزې په هېڅ صورت جائز ګرځ??لې نه شي٬ د افغان بارډر امنيتي ځواكونو ناترسه ډزو سره د ترهګر عناصرو ??اډ??يرنه كېږي٬ دا عناصر د افغانستان دننه پټ ځايونه لري د كومو تصديق چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په خپل تازه رپورټ كښې كړے دے۔ دې ووئيل مونږ تل وئيلي دي چې افغانستان سره پوله د دواړو هېوادونو ترمينځه د امن او ملګرتيا پوله وي٬ مونږ څو لسيزو څخه د افغان وروڼو خوېندو پراخا زړه سره كوربتوب كړې دې۔ پاكستان د دغه ناترسه ډزو باوجود د تحمل او زغم څرګندونه كړې ده او خبرو اترو ته يۍ ترجيح وركړې ده۔ وياندې ووئيل په عارضي توګه د پ??لې تړل كېدل په انتهائي صورتونو كښې كېږي لكه څنګه چې په 6 ستمبر 2023 د ډزو پېښه رامخې ته شوه يا كله چې د افغان خاوره د پاكستان دننه ترهګر بريدونو لپاره كار??لې شي۔ دې ووئيل د افغان خارجه وزارت په بيان كښې د پاكستان معيشت او غېر ملكي تجارت په اړه ځينې غېر متعلقه تبصرې او ناوړه مشورې هم شامل دي۔ وياندې ووئيل تېرو څو لسيزو څخه پاکستان په افغان ټرانزټ ټرېډ كښې مرسته كوي او دا به روانه ساتي ??لې بياهم د ټرانزټ ټرېډ لوظنامې په ناوړه توګه د كارول كېدو اجازه ورك??لې نه شي۔ دې ووئيل پاكستان دوه اړخيزه مسئلې او اندېښنې د تعميري خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو د?? دغسې چې دواړه هېوادونه اقتصادي رابطو او ددې په نتيجه كښی رامخې ته كېدونكې سوكالۍ څخه ګټه پورته كړې شي۔ وياندې ووئيل مونږ هيله لرؤ چې افغان عبوري چارواكي به د پاكستان تحفظات تر نظر لاندې وساتي٬ د پاكستان د سيمه ايز سالميت احترام به وكړي او دا خبره به باوري كړي چې افغان خاوره به د پاكستان په ضد ترهګرو بريدونو لپاره د لانچنګ پېډ په توګه كار??لې نه شي۔