اسلام آباد 23 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي د ب??نکنګ فراډ متاثرينو ته د 41 لكه روپو وركولو امر كولو سره د ب??نكنګ محتسب د پرېكړو په ضد د مسلم كمرشل بېنك درې او د الائيډ بېنك يو اپيل مسترد كړې۔ ?? شورو په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت اپيل??نه مسترد كولو سره ووئيل بېنكونو د آن لائن فنډز ټرانسفر پحقله د سټېټ بېنك د ضوابطو په تعميل كښې د ب?? غورۍ مظاهره كړې او د صارفينو د رضامندۍ نه غېر ئې الېکټرانك فنډز ټرانسفر سهولت فعاله كړې۔ ?? تفصيلاتو له مخې د دوه نجي بېنكونو د 4 صارفينو بېنك اكاٶنټس څخه جعلسازو رقم ويستلې ٶ۔ صدر مملکت ووئيل بېنكونو د فنډ ټرانسفر د ګټې او زيان پحقله واضح او پ?? ساده لفظونو كښې صارفين نه وو پوهه كړې او د دوي د اجازې نه غېر يۍ د فنډ ټرانسفر سهولت فعاله كولو سره صارفينو ته زيان رسولې۔ ??در ووئيل چې بېنك د بدانتظامۍ مرتكب او د صارفينو د زيان د ازالې ذمه وار دے۔ د تفصيلاتو له مخې سميرا الله دته، افضال عباس کاظمي، فرح محمد خان، او ډاکټر کنور ??کيل احمد (شکايت کنندګانو) ته په ترتيب سره د 15 لکه ، 9 لكه 85 زره، 9 لكه 60 زره او 5 لکه 98 زره روپو زيان رسېدلې دې۔ ??ارفينو جلا جلا بېنكونو ته رجوع وكړه خو فائده ??نه شوه او د دې نه پس ئې بېنكنګ محتسب سره شكايت??نه درج كړل ٬ محتسب بېنكونو ته د رقم واپس كولو امر وكړو٬ په دې بېنكونو د ب??نکنګ محتسب د پرېكړو په ضد صدر مملكت ته اپيل وكړو ۔ صدر د ب??نكنګ محتسب پرېكړې په ځائ وساتله او بېنكونو ته رقم متاثرينو ته د وركولو امر وكړو