اسلام آباد 08 جون (اے پي پي)وزير??عظ?? شهباز شريف وئېلي دي چې تاپي ګاز پائپ لائن منصوبه د توان په څانګه كښې د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د تزويراتي مرستې څرګندونه ده٬دې سره به پاكستان او سيمه كښې معاشي پرمختګ او څوكالي راشي۔د زيارت په ورځ د وزير??عظ?? آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزير??عظ?? شهباز شريف سره د تركمانستان د اعلٰی كچې پلاوي د وزيرمملكت مك??ات بابائيف په مشرۍ كښې ملاقات وكړو۔ د تركمانستان په پلاوي كښې د توان نائب وزير انا جيلدي سپاروف٬د بي او ډي چيف ايګزېكټو افسر٬د ټي پي سي اېل محمد ميرات امانوف او پاكستان كښې د تركمانستان سفير عطا جان مولاموف هم شامل وو۔ د پلاوي هركلي كولو سره وزير??عظ?? ووئيل پاكستان او تركمانستان يو بل سره په ګډ تاريخ٬ كلتور او مذهب اډانه د ورورولۍ اړيكې لري۔وزير??عظ?? ووئيل د دواړو هېوادونو مشرتابه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته په لا وده وركولو كښې خوښي لري۔ د تاپي ګاز پائپ لائن پروژې ذكر كولو سره وزير??عظ?? ووئيل دا منصوبه د توان په څانګه كښې د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د تزويراتي مرستې څرګندونه ده۔ د منصوبې په بېلو برخو كار تندولو لپاره وزير??عظ?? خپل خاص مرستيال ډاكټر جهانزېب خان د پاكستان لخوا فوكل پرسن وټاكلو۔ هغه د سينئر كوآرډينېشن كمېټۍ مشر هم دې۔ دې نه پس وزير??عظ?? د تاپي ګاز پائپ لائن منصوبې په لوظ نامه د لاس ليك دستوره كښې ګډون وكړو۔په لوظ نامه د پېټروليم وزير مملكت ډاكټر مصدق ملك او وزير مملكت مك??ات بابائيف لاس ليك وكړو