اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د و??ير??عظم د سياسي او اولسي چارو صلاحكار او د مسلم ليګ (ن) د خېبرپښتونخوا صدر انجينئر امير م??ام وئېلي دي چې مونږ پخپله هم وركر يو او د ګوند د و??كرز د خذماتو او جائزو غوښتنو پوره كولو احساس لرو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د مسلم ليګ (ن) خېبرپښتونخوا كنونشن ته وينا كښې وكړه ۔ كنونشن ته د منصوبه بندۍ او خاص اقداماتو وفاقي وزير احسن اقبال٬د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضٰی ??اوېد عباسي او نورو سياسي شخصياتو هم وينا وكړه۔ امير م??ام ووئيل چې كه چرې د مخلوط حكومت برخه نه جوړېدو نو نن د عمران خان نيازي نااهل ډلې هېواد نور د تباهۍ پلو بوتللو۔ ده ووئيل چې د عمران نالائق څخه ځان خلاصول د پاكستاني قوم د خوش قسمتۍ علامت دے۔ ده ووئيل چې د 9 او 10 مئي فساداتو نه پس عمران او د هغه د ګوند ليډر شپ ناوړه عزائم قوم ته رامخې ته شوېدي۔ امير م??ام ووئيل چې و??ير??عظم شهبازشريف نه يوازې د كار كولو قائل دې بلكې ټولو سره ئې په ګډه كار كول هم د ستائنې وړ دے