اسلام آباد 17 اپریل (اے پي پي)وز??را??ظم محمد شهباز شريف وئېلي دي چې د مذهبي چارو وفاقي وزير مفتي عبدالشكور يو باعمل عالم٬نيك صالح او ايماندار انسان٬عظيم لارښود او ښه سياستدان وو٬د هغه شخصيت د سادګۍ عملي نمونه وه۔د ګل په ورځ د وفاقي كابينې په غونډه كښې مفتي عبدالشكور ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كولو سره ده ووئيل چې مفتي عبدالشكور دين سره ژور تعلق لرلو٬په عملي توګه هغه عظيم لارښود٬باعمل عالم او ښه سياستدان وو٬په خپله سيمه كښې د جومات سره د هغه وړوكې شان كور وو٬هغه خپل انتخابي كمپائن هم په موټرسائيكل كړې او خلك د هغه د شخصيت څخه متاثر كېدو سره هغه منتخب كړی٬كله چې پريكړه وكړې شوه چې مشكل معاشي صورتحال په نظر كښې نيولو سره د كابينې غړي هم په تنخا او مراعات كښې خپله برخه واچوي نو مفتي صاحب ماته ووئيل چې وز??را??ظم صېب زه دا ۔۔۔هغه ته چې څومره هم د عقيدت پېرزوينه وړندې كړی شي هغه كمه ده۔هغه يو عظيم شخصيت او د سادګۍ عملي نمونه وه۔د هغه په مړينه مونږ ??ول غم جن يو٬هغه د ??ے يو آئي(ف)يو ښه لارښود وو۔